د امریکا دفاع وزرات یا پنټاګون وايي، له افغانستان د دوی د سرتېرو د ایستلو لړۍ دوام لري او تر اوسه پورې دغه لړۍ ۴۴ سلنه بشپړه شوې ده.
دا څرګندونې د یاد وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې کړې ویلي یې دي، د سرتېرو ایستلو بهیر په چټکۍ روان دی او تر دمګړۍ پورې له ۳۳ تر ۴۴ سلنې پورې سرتېري له افغانستان څخه ایستل شوي دي.
دی وايي، د امریکایي ځواکونو په لسګونه پروازونو کې زرګونه قطعې نظامي تجهیزات ویستلي او دغه راز یې زرګونه قطعې تجهیزات یې په افغانستان کې له منځه وړې دي.
د جان کربي په خبره دوی د دې تر څنګ یې افغان پوځ ته هم ځینې توکي ورکړي دي.
کربي همدا راز د بګرام هوایي اډې په اړه ویلي، چې ښایي تر راتلونکو شلو ورځو پورې دغه ستره نظامي اډه هم افغان پوځ ته وسپارل شي.
د یادونې ده، چې وړمه ورځ د افغان دفاع وزارت کې هم ځینو سرچینو ویلي، چې د بګرام اډه به په دوه اونیو کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
په راپورنو کې دا هم ویل شوی، چې د امریکا پوځ به دغه اډه کې یو شمېر چورلکې، زغرګاډي، وسلې او یو شمېر نور تجهیزات افغان پوځ ته وسپاري.
باید و ویل شي، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل سره تر اوسه پورې د امریکا پوځ د کندهار، هوايي ډګر، شوراب او نوي کابل اډې په ګډون څو نورې مهمې اډې هم د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سپارلې دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/22710